دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۰۹
د مطلب کود : 183208
زلمی خلیلزاد: پاکستان، قطر او نور هیوادونه باید طالبانو لخوا پسرلنیو عملیاتو پیل اعلان سره مخالفت وښیی
د افغانستان د سولې د پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ښاغلي زلمی خلیلزاد ویلی، چې پاکستان قطر او نور هیوادونه چې افغانستان د سولې د بهیر ملگري دي ،باید د طالبانو لخوا دپسرلنیو عملیاتو د اعلان مخالفت او غندنه وکړي.

دا په داسې حال کې دی چې،  وسله والو طالبانو ډلې د جمعې په ورځ ویلي وو چې دوي الفتح په نوم پسرلني عملیات د افغانستان په ټولو برخو کې پیلوي.
ښاغلي خلیلزاد په یو ټویټري پیغام کې خپل دریځ څرگند کړی او ویلي چې دی د امریکا د متحده ایالاتو د استازي په توگه دغه عملیات غندي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د شنبې په ورځ د (وري ۲۴) په یوې اعلامیې کې د طالبانو پسرلني عملیات غندلي او زیاته کړې ده چې د جګړې دوام د هېڅ لوري په ګټه نه دی.
 
https://avapress.com/vdchvxnz623n6id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته