کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زلمی خلیلزاد: پاکستان، قطر او نور هیوادونه باید طالبانو لخوا پسرلنیو عملیاتو پیل اعلان سره مخالفت وښیی

24 حمل 1398 ساعت 19:09

د افغانستان د سولې د پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ښاغلي زلمی خلیلزاد ویلی، چې پاکستان قطر او نور هیوادونه چې افغانستان د سولې د بهیر ملگري دي ،باید د طالبانو لخوا دپسرلنیو عملیاتو د اعلان مخالفت او غندنه وکړي.



دا په داسې حال کې دی چې،  وسله والو طالبانو ډلې د جمعې په ورځ ویلي وو چې دوي الفتح په نوم پسرلني عملیات د افغانستان په ټولو برخو کې پیلوي.
ښاغلي خلیلزاد په یو ټویټري پیغام کې خپل دریځ څرگند کړی او ویلي چې دی د امریکا د متحده ایالاتو د استازي په توگه دغه عملیات غندي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د شنبې په ورځ د (وري ۲۴) په یوې اعلامیې کې د طالبانو پسرلني عملیات غندلي او زیاته کړې ده چې د جګړې دوام د هېڅ لوري په ګټه نه دی.
 


د مطلب کود: 183208

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183208/زلمی-خلیلزاد-پاکستان-قطر-او-نور-هیوادونه-باید-طالبانو-لخوا-پسرلنیو-عملیاتو-پیل-اعلان-سره-مخالفت-وښیی

آوا
  https://www.avapress.com