دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۸
د مطلب کود : 183227
وسله والو طالبانو یوه ۱۹ کسیزه ډله نیول شوی ده
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د طالبانو یوه ۱۹ کسیزه ډله یې نیولې ده.

د دې ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا شبکه چې د هغې درې قوماندانان نورالله په ابوظهر مشهور و، فاتح او حمیدالله په‌کې شامل دي، د ملي امنیت ریاست د ځانګړو ځواکونو له لوري نیول شوې ده.
د ملي امنیت ریاست همدا راز وايي چې نیول شویو کسانو د کوټې شورا په لارښوونه په کندهار، زابل او لوګر کې ورانکاره فعالیتونه کول.
طالبانو تراوسه پورې په‌دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcirpazyt1avr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته