دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۰
د مطلب کود : 183237
لوګر ولایت پارلمانی ټاکنو نهایی نتایج اعلام شو
ټاکنو خپلواک کمیسیون لوګر ولایت پارلمانی ټاکنو نهایی نتایج اعلام کړ چی په اساس یی دری تنه نارینه او یو ښځینه نمایندګانو مجلس ته لار پیدا کړه.

محمد خالد مومند، شاه پور خان حسین زی، انجنیر محمد آصف نبی زی او هما احمدی د هغو کسانو څخه دی چی په لوګر ولایت کې ترټولو ډیر رایی ترلاسه کړی دی.
ټاکنو خپلواک کمیسیون په اعلامیه کې ویلی دی چی د هیڅوک رایه په دی نتایجو کې ضایع شوی نه دی او د خلګو رایو څخه د یو امانت په توګه په ټولو پروسو کې ملاتړ شوی دی.
د یادولو وړ دی چی ټاکنو خپلواک کمیسیون تراوسه توانیدلی د هیواد ۲۶ ولایتونو پارلمانی ټاکنو نهایی نتایج او سکانو ټاکنیز حوزی نتایج اعلان کړی. تراوسه د پارلمانی ټاکنو ترسره کیدو څخه نږدی شپږ میاشتی تیریږی او ۷ ولایتونو پارلمانی ټاکنو نهایی نتایج د کابل په ګډون تراوسه نه دی اعلان شوی.
 
https://avapress.com/vdcjttevauqeo8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته