په دې کتنه کې ښاغلي هاني صلاح وویل، هېواد يې چمتو دی تر څو په امنیتي، لوړو زده کړو، اسلامي او فرهنګي زده کړو او له ترهګرۍ سره مبارزې برخو کې افغانستان سره همکاري وکړي.
دواړو خواوو همدا راز افغانستان کې د تاوتریخوالي او بنسټپالنې د له منځه وړلو په څرنګوالي خبرې وکړې او د مصر سفیر د خپل هېواد د اوږدمهاله مرستو پر دوام ټینګار وکړ.
په همدې حال کې د هېواد د ملي امنیت سلاکار هم افغانستان کې د بنسټبالنې په مهار او مخنیوي کې د مصر رول ګټور یاد کړ او له افغان ځوانانو سره يې د زده کړو برخه کې د یاد هېواد همکاري وستایله.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)