دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۱
د مطلب کود : 183255
پوهنې وزارت: له طالبانو سره هوکړه شوې چې، ښوونځیو ته د زده کوونکو د تللو مخنیوی نه کوي
د پوهنې وزارت سرپرست وزیر میریس بلخي وویل چې، د سیمه ییزو مشرانو په منځګړیتوب له طالبانو سره هوکړې ته رسېدلي یو چې، د دغه ډلې تر ولکې لاندې سیمو کې ښوونځیو ته د زده کوونکو د تللو مخنیوي ن‍ه کوي.

میریس بلخي وویل چې، د دغې هوکړې پر بنسټ نجونې د ابتداییه دورې تر پایه کولای شي زده کړې وکړي، او طالبانو هم دغه راز ژمنتیا لري څو نجونې وشي کولی په راتلونکې کې متوسطه دورې پورې زده کړې وکړي.
پوهنې سرپرست وزير ميرويس بلخي د ای-سي-ډبیلو ټولنې د « د تعليم په تمه نه پاتې كيږي » سیمنار کې د ګډون، د نړۍ د پيژندل شويو او اكاډميكو څېرو سره د ليدو او په افغانستان كې د ښوونې او روزنې لپاره د مرستو د جلبولو په موخه د امریکا ته سفر کړی.
بلخي امريكا ته د خپل رسمي سفر په ترڅ كې د پوهنې په برخه كې د ملګرو ملتونو له خاص استازي ګردون براون سره وليدل.
میرویس بلخي د افغانستان د ښوونې روزنې په برخه کې د ملګرو ملتونو د مرستو او همکاریو په تړاو خبرې اترې وکړي.
نوموړي وویل، د افغانستان د ۵۰ سلنه ښوونځيو څخه چې ودانۍ نلري هم يادونه وكړه او په دې برخه كې يې د ملګرو ملتونو په مرستو ټينګار وكړ.
په روان کال کې کابو پنځ (۵۰۰) زره نجونې چې نه دي توانیدلي زده کړو ته دوام ورکړ، ښوونځیو ته شاملوي.
میرویس بخليد افغانستان د پوهنې پر وضعيت او د ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه كې د خدماتو د وړاندې كولو پر اړتياوو د نړيوالې ټولنې د مرستو او همكاريو پر دوام ټينګار وكړ.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjiteviuqeo8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته