ښاغلي صیقل په خپل استعفا لیک کې څرګنده کړې، چې بې تفاوته کورني سیاست او حکومتدارۍ د هېواد پر بهرني سیاست او دیپلوماسۍ ناوړه اغېز رامنځته کړی دی.
نوموړي دا هم په ډاګه کړې، چې د بې تفاوتۍ او ګډوډۍ د له منځه وړلو لپاره یې د حکومت مشرانو ته وړاندیزونه هم کړي؛ خو له شپږ میاشتو راپدیخوا یې د حکومت مثبت ځواب ندی تر لاسه کړی.
په استعفا لیک کې راغلي؛ هیله من وم او هڅې مې هم وکړې، چې په کابل کې د کورني سیاست او حکومتدارۍ په اړه روڼ او ملي نظر رامنځته شي؛ خو په خواشینۍ، چې د یو لړ بېلابېلو دلایلو له مخې دا کار ونشو.
هغه لیکلي، چې ورځ تر بلې د چارو نوښت نورو تر لاسه کړ او په دیپلوماسۍ کې مو د بېلابېلو غبرګونونو تر څنګ متضادې، ناڅرګندې او نامسلکي کړنې او هڅې رامنځته شوې.
ښاغلي محمود صیقل په بشپړ ټینګار څرګنده کړې، چې د هېواد د دیپلوماسۍ په ډګر کې د رښتیني ریفورم تر رامنځته کیدو پورې نشم کولی، چې له بهرنیو چارو وزارت سره خپله همکاري روانه وساتم.
د یادونې ده، چې محمود صیقل څلور کاله په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي په توګه کار کړی او تېر کال د نوموړي پرځای د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیاله عادله راز د دغې څوکۍ لپاره غوره شوه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)