دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۳
د مطلب کود : 183266
بلخ کې د ځمکې ښویېدو کابو ۱۰۰ کورونه ویجاړ کړي
دبلخ چارکنت ولسوالۍ ولسواله، سلیمه مزاري وایي چې په دغې ولسوالۍ کې د ځمکې ښویدو له امله تر سلو زیات کورنه ویجاړ شوی دي.

نوموړې وایي په دغې پیښه کې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او لسګونه میوه لرونکې او بې مېوې باغونه هم تر خاورو لاندې شوي دي.
د چارکنت ولسوالۍ ولسواله سلیمه مزاري وایي چې په دغې ولسوالۍ کې د شپږو کلیو لارې له مرکز سره تړل شوي دي او د دغې ولسوالۍ اوسیدونکي له بد وضعیت سره مخ دي.
نوموړې وايي:«د ځمکې ښویدو له کبله کابو سل کورونه له منځه ولاړ دي، دغه موضوع مو له اړوندو او مرسته کوونکو بنسټونو سره اړیکه نیولې، خو تر اوسه رغنده مرستې نه دي شوي.»
په همدې حال کې د چهارکنت ولسوالۍ اوسېدونکي وايي د ځمکې ښویدو له کبله یې هرڅه له لاسه ورکړي او مرستو ته اړ دي.
د چهارکنت ولسوالۍ اوسېدونکی، سرور څرګندوي:«خرابي ډېره زیاته ده، لس ورځې کېږي چې لارې بندې دي. مریضان مو له ستونزو سره مخامخ دي. که دولت راسره مرسته ونه کړي نو موږ نشو کولی چې دلته بیا رغونه وکړو.»
همداراز د یادې ولسوالۍ بل اوسېدونکی، محمد علي زیاتوي:«دخلکو کورونه وران دي. خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي. نور کورونه هم له ګواښ سره مخامخ دي. که دولت مرسته ونه کړي نو نور کورونه به هم وران شي.»
چهارکنت

په همدې حال کې د بلخ ولایتي شورا پخوانی غړی هم پر حکومت زیانمنو ته د مرستو نه رسېدو له کبله نیوکې کوي.
د بلخ ولایتي شورا پخوانی غړی، محمدابراهیم خیراندیش وايي:«له بدله مرغه ډېر سیلابونه دلته راغلي دي، هم خلکو ته یې زیانونه آب تال، نایب سالار، چهارمله، راموزا کلیو کې اړولي دي. »
په همدې حال کې د بلخ ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې
 
سرچينه : طلوع نیوز
https://avapress.com/vdcb0fb80rhbw5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته