دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۵
د مطلب کود : 183269
د عبدالله انتخاباتي ټېم د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون نه کوي
د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم وايي، د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه کې ګډون نه کوي.

یاد انتخاباتي ټېم د یکشنبې په ورځ د و«ري میاشتې پر ۲۵مه» په یوې اعلامیې کې ویلي، چې یاده جرګه د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لپاره اغېزمنه نه بولي.
په دې اړه په راغلي بیان کې ویل شوي:"موږ د ثبات او همپالنې ټيم، نه په دې ټیم کې د شاملو احزابو او سیاسي شخصیتونو او نه د حکومت په کچه، تر دې دمه د دې ناستې اړوند د مشورې طرف نه و او په عین حال کې د دې ناستې اړوند قانع کوونکي دلایل هم نه لرو."
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې په انتخاباتي ټېم کې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، د سولې عالي شورا رئیس کریم خلیلي او بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني ترڅنګ یو شمېر نوري سیاسي څېرې هم شاملي دي.
د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټېم پر داسې مهال د لوی جرګې له جوړېدو سره مخالفت کوي چې، د یادې جرګې د جوړېدو په اړه هڅې پیل شوي دي.
د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه چې ۲۵۰۰ تنه پکې ګډون کوي ټاکل شوې د راتلونکي ثور میاشتې پر ۹مه نېټه تر سره شي، چې څلور ورځې به دوام ولري.
افغان حکومت ویلي، چې د دغه جرګې د مشورو په ترڅ کې به له وسله والو طالبانو سره د خبرو لپاره حدود وټاکل شي چې حکومت به په راتلونکې کې د دغه مشورو په رڼا کې له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړي.
د دغه جرګې د غړو د ټاکلو لپاره له تېرو څو ورځو راپدېخوا د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ټاکنې روانې دي.
د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې وسله والو طالبانو هم د سولې په اړه له مشورتي لویې جرګې سره مخالفت کړی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepx8zojh8vwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته