دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۴
د مطلب کود : 183273
غزنی ولایت کې ۴۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۳۰ میله بیلابیلې وسلې دولتی ځواکونو لاسته ورغلې دي
د غزني ولایت مقام د رسنیو دفتر له لوري د خپرې شوې خبر پاڼې په حواله، د دغو ولایت دګیلان ولسوالۍ په اټک او لونګ نومې کلیو کې له تېرې شپې راهسي جګړه پیل شوې چې پر مهال یې د افغان کومانډو ځواکو له لوري ۴۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۳۰ میله بیلا بیلې وسلې د دولتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

خبر پاڼه زیاتوي چې دغه عملیات په وچو کاریزونو کې د طالبانو پر پټنځایونو ترسره شوي،
د غزني ځایي چارواکو ادعا کړې چې په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته هیڅ راز تلفات نه دي اوښتي.
د خبر پاڼې له قوله د دغو ولایت  د ګیلان، ګیرو، خواجه عمري ولسوالیو په اړوندو او ځینو نورو سیموکې دا مهال د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه د کومانډو ځواکونو عملیات روان دي.
 
https://avapress.com/vdcjatevtuqeo8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته