کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مخابراتو وزیر: سلام مخابراتي شرکت د انټرنیټي کڅوړو بیې را ټیتې کړې، د یو جي بي بیه (۴۹) افغانۍ شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 حمل 1398 ساعت 16:40

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر وویل چې، سلام مخابراتي شرکت د انټرنېټي کڅوړو بیه را ټیټه کړې ده او په وینا یې د یوې جي بي انټرنېټي کڅوړې بیه (۴۹) افغانۍ شوې.



دا په داسې حال کې دي چې، پدې وروستیو کې د مخابراتي کمپنیو د کڅوړو د لوړو بیو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې پراخه شکایتونه وشول.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد ګل اریوبي وویل چې، له مخابراتي کمپنیو څخه هیله کیږي چې د انټرنیټي کڅوړو بیې راټیټې کړي او زیاته یې کړه چې، وزارت یې چمتو دی چې د خپل مخابراتي شرکت «سلام» د انټرنیټي کڅوړو بیې (۴۰) سلنه را ټیټې کړي.
د جعلي او غیرقانوني سیمکارتونو د خرڅلاو په اړه نوموړي وویل، له هغه راهیسې چې د جعلي او غیر قانوني سیمکارتونو د بندولو کمپاین پیل شوی؛ ۲۴۹۷۹ سیمکارتونه ضبط شوی دي.
د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزیر دا هم وویل چې، ته راتلونکو درېیو کلونو پورې به ټول مکتبونه د انټرنېت سره وصل کړو.
 


د مطلب کود: 183275

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183275/د-مخابراتو-وزیر-سلام-مخابراتي-شرکت-انټرنیټي-کڅوړو-بیې-ټیتې-کړې-یو-جي-بي-بیه-۴۹-افغانۍ-شوې

آوا
  https://www.avapress.com