د ګیلان ولسوالۍ اړوند په اټک او لونګ کلیو کې تیره شپه او نن ورځ د افغان کومانډو ځواکونو په عملیاتو کې تر(۴۰) ډیر وسله وال طالبان وژل شوي او د طالبانو اړوند (۲۳۰) میله بیلابیل ډوله وسلي د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
یاد عملیات په وچو کاریزونو کې د طالبانو پر پټنځایونو ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې افغان ځواکونو ته هیڅ راز تلفات ندي اوښتي. د غزني ولایت د ګیلان، ګیرو، خواجه عمري ولسوالیو په اړوندو او ځینو نورو سیموکې دا مهال د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه د کومانډو ځواکونو عملیات روان دي سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)