دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۳
د مطلب کود : 183281
د مالیې وزارت او د پوهنې، کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو او کابل ښاروالۍ تر منځ د مالیه ورکوونکو تشخیصې نمبر د امریت څانګو جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو
د مالیې وزارت او د پوهنې، کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو او کابل ښاروالۍ تر منځ د مالیه ورکوونکو تشخیصې نمبر د امریت څانګو جوړولو هوکړه لیک نن د وري میاشتې په ۲۵ مه نېټه په یو خبري کنفرانس کې د مالیې وزارت په خیبرهال کې لاسلیک شو.
په دې کنفرانس کې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین ښاغلي عبدالله رقیبي، د پوهنې، کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو معینانو او د کابل ښاروالۍ مرستیال ګډون کړې وو.
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین ښاغلي عبدالله رقیبي وویل: "مالیې وزارت تل په دې هڅه کې دی چې پروسې ساده کړي او عامه خدمتونه په ښه ډول وړاندې کړي. د همدې لپاره د وزارتونو د کارکوونکو لپاره د مالیه ورکولو د تشخیصې نمبر اخیستلو په پروسې او د تشخیصې نمبر د ویش پروسې په چټکتیا کې د لا زیاتو اسانتیاو لپاره مالیې وزارت په یادو ادارو کې د تشخیصې نمبر د امریت څانګې د جوړیدو هوډ لري."
د پوهنې، کورنیو چارو، ملي دفاع وزارتونو معینانو او د کابل ښاروالۍ مرستیال د مالیې وزارت له دې نوښت څخه یې ستاینه وکړ او د دې هوکړه لیکونو د اجرا ژمنه یې وکړه.
د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیسې اغلی امنه احمدي وویل:" له دې لارې موږ کولی شو چې د دولتي او خصوصي کارکوونکو له دقیقې احصائیې، د معاشونو مالیې وضع کېدو او د هر کارمند په حساب کې یې د کریدیت کولو او په شفاف او په خپل وخت سره د عوایدو راټولیدو څخه معلومات تر لاسه کړو."
اغلی احمدي زیاته کړه: "د تشخیصې نمبر او د مالیې ورکړه د کارکوونکو په کاري تجربه کې مرسته کوي او همداشان هر کله که یو کارکوونکی وغواړي د خپلې مالیې ورکړې په اړه معلومات تر لاسه کړي کولی شي د مالیاتو ادارې ته ورشي د تشخیصې نمبر په اساس په کم وخت کې د مالیې ورکړې د راپور له سیستم څخه یې چاپ او تر لاسه کړي."
د یادونې وړ ده چې د دې هوکړه لیک له مخې کارکوونکو لپاره د ځانګړي دفتر ورکول، د کاري لوازمو ورکول، په مالیاتي سیستم کې د معلوماتو درجولو په موخه د کارکوونکو ګمارل، په سیګتاس سیستم کې د معاشونو راپور ورکول د یادو وزراتونو او د کابل ښاروالۍ مکلیفیت دی او د سوپروایزر په توګه د کارکوونکو ګمارل، د مالیاتي سیستم په برخه کې د کارکوونکو روزنه او مالیاتي سیستم ته لاسرسی او له دې سیستم څخه ګټه اخیستنه د مالیې وزارت له دندو څخه دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivpazzt1avr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته