کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان له پاکستان څخه غوښتي چی خپل هوایی حریمه کابل او ډهلي ترمنځ پروازونو ته اجازه ورکړی

25 حمل 1398 ساعت 21:25

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني پرون شنبه د حمل ( وري) په ۲۴ مه په کابل کې د پاکستان له سفیر سره کتنه کړې او په دغې کتنه کې یې ورڅخه غوښتي چې پر خپل فضایي حریم د کابل او ډهلي ترمنځ په الوتنو لګیدلی بندیز دې لرې کړي تر څو د پاکستان له هوایي حریمه د کابل او ډهلي ترمنځ پروزانه بېرته پیل شي.



د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي نن د حمل ( وری) په ۲۵مه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د پاکستان سفیر په دغه لیدنه کې ژمنه کړې چې د خپل هېواد فضايي حریم به ډېر ژر د افغانستان د پروازونو پر مخ پرانیزي.
د پاکستان او هند ترمنځ له وروستیو نښتو وروسته  پاکستان خپل فضايي حریم د لنډ مهال لپاره د ټولو بهرنیو پروازونو پر مخ وتاړه چې، د کابل او دهلي ترمنځ په الوتنو یې ډېر منفي اغېز وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې افغان هوايي شرکتونه د یادې ستونزې تر رامنځته کېدو وروسته د پاکستان پر ځای د ایران د فضا له لارې هند ته پروازونه کوي چې نسبت پاکستان ته زیاته فاصله او وخت نیسي چې له امله یې لګښت ته په کتو د الوتنو بیې هم جګې شوي دي.
 


د مطلب کود: 183291

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183291/افغانستان-له-پاکستان-څخه-غوښتي-چی-خپل-هوایی-حریمه-کابل-او-ډهلي-ترمنځ-پروازونو-ته-اجازه-ورکړی

آوا
  https://www.avapress.com