کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قریشي: نن به امریکايي پلاوی له طالبانو سره په دوحه کې خبرې پيل کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 حمل 1398 ساعت 9:15

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي سره له دې چې د امریکا او طالبانو د خبرو په وړاندې خنډونه شته خو پاکستان د دغو خبرو بریالیتوب غواړي.


ښاغلي قریشي پرون د یکشنبې په ورځ په ملتان کې خبریالانو ته وویل چې تمه ده د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۶» امریکايي پلاوی په دوحه کې له طالبانو سره وګوري.

دی وايي:

"له طالبانو سره د امریکا خبرې روانې دي، څو ناستې شوې دي. تمه ده راتلونکې ناسته په پنځلسم تاریخ «نن دوشنبه» په دوحه کې وشي. زموږ هیله ده او مرسته او همکاري کوو چې دا ناستې مثبته نتیجه ورکړي او دا پروسه خپلې منطقي پایلې ته ورسیږي. منطقي پایله يې په سیمه کې سوله او ثبات دي."

قریشي ویلي هېواد یې د افغانستان په چارو کې د لاس‌وهنې اراده نه‌لري بلکې په افغانستان کې امن او ثبات غواړي او د یوه اسانچاري په توګه د سولې او پخلاینې په پروسه کې رول ادا کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر دغه څرګندونې په‌داسې حال کې کړي چې افغانستان او د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونه اسلام‌اباد ته ګوته نیسي چې د ترهګرو پالنه کوي، خو پاکستان دا تورونه ردوي.
پاکستان وايي، پر طالبانو نفوذ نه‌لري او نه هم هغوی د پاکستان په لاس کې دي.
افغان حکومت ویلي چې پاکستان کله هم په رښتیني توګه د افغان سولې لپاره هڅه نه‌ده کړې او تل یې دوه مخی رول لوبولی دی.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد د طالبانو له استازیو سره د ۲۰۱۸میلادي کال اکتوبر مياشتې راهيسې پنځه ځله مخامخ خبرې کړې دي.
امریکايي پلاوي او طالبانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو او له افغان خاورې د ترورېزم د نه استفادې په ډاډمنېدو کې ځینې پرمختګونه کړي، خو له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو او اوربند مسایل لا هم نه‌دي هوار شوي.
 


د مطلب کود: 183308

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183308/قریشي-نن-امریکايي-پلاوی-له-طالبانو-سره-په-دوحه-کې-خبرې-پيل-کړي

آوا
  https://www.avapress.com