د هلمند ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو څه باندې ۱۲۱۸ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل.
هلمند کې پولیسو ۱۲۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 حمل 1398 ساعت 12:09
د هلمند ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو څه باندې ۱۲۱۸ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل.
یاد نشه يي توکي د چرسو له ډوله دي، چې د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې ضبط شوي دي.
د نشه يي توکو د لېږد په تور څلور تنه له دوه عراده موټرو، دوه میله کلاشینکوفونو او یو شمېر نورو مهماتو سره نیول شوي دي.
د دې ترڅنګ؛ د خوست ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۰۰ لېټره الکولي څښاک نیولي.
یاد الکولي څښاک او یو شمېر نور نشه يي توکي د دې ولایت په مندوزیو، شبي خېلو او پاینده خېلو سیمو کې نیول شوي دي.
د مطلب کود: 183327