دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 183334
خلیلزاد: طالب مشرانو د خپلو استازو ته جازه ورکړي چې د اوربند په اړه خبرې وکړي، چې وینه بهېدنه بنده شي
د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالب مشرانو غواړي چې، د مرګ ژوبلې د مخنیوي په خاطر په یوه هر اړخیز اوربند سره سلا شي او خپلو استازو ته دې د اوربند په اړه د خبرو اجازه ورکړي

زلمي خلیلزاد پرون دوشنبه په ټویټر لیکلي چې، د مرګ ژوبلې د مخنیوي چټکه لاره په یوه اوربند سره سلا کېدل دي او د طالبانو پر مشرتابه غږ کوي چې خپلو استازو ته دې د اوربند په اړه د خبرو اجازه ورکړي چې، په افغانستان کې وینه بهېدنه بنده شي.
خليلزاد په اوربند ټينګار کوي او خو په وينا يې طالبان له همکارۍ انکار کولو سره د وينې بهېدنې دا لړۍ لا اوږدوي.
نوموړي په ټویټ کې لیکي::«موږ جګړه نه ده تپلې، افغانستان له لسیزو راهیسي په جګړو کې ګیر دی، وخت په وخت په خپلو کې جنګېدلي. په لسګونه زره بېګنا ملکي وګړي وژل شوي، افغانان د جګړې د يوه بل موسم پر ځاى د پرمختگ نوې لار غواړي.»
زلمي خلیلزاد تر دې مخکې هم د وسله والو طالبانو پسرلني عملیات غندلي و.
وروسته له هغه چې خليلزاد د طالبانو د 'الفتح' په نوم د پسرلنیو عملیات اعلان وغانده، نو طالبانو یې په ځواب کې وویل چې جګړه په دوی ورتپل شوې ده.
خلیلزاد داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، ټاکل شوې روانه میاشت په قطر کې د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په تړاو شپږمه غونډه تر سره شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل چې، تمه کیږي چې نن په دوحه کې د افغان سولې شپږم پړاو پیل شي.
طالبانو تراوسه خپله شپږمه غونډه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په وینا نن په دوحه کې پيلیږې نه ده تایید کړې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchxxnzk23n6xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته