کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندز ولایت د ارچي کانال په ګډون ۱۹ تدارکاتي مورده منظور شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 حمل 1398 ساعت 14:12

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې پرون ماښام په ارګ کې له ارزونې او بحثونو وروسته د ۲.۷۶ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۹ تدارکاتي مورده منظور کړل.




په پیل کې د ملي تدارکاتو ادارې عمومي رئیس الهام عمر هوتکي، ولس ته د حکومتي بنسټونو د ځواب ویلو په اړه د جمهوري ریاست عالي مقام ۱۲۹ ګڼې حکم د تحقق راپور چې دې ادارې عملي  کړی و، غونډې ته وړاندې کړ.
وروسته د اجنډا مطابق، ملي تدارکاتو کمېسیون د انرژۍ او اوبو وزارت اړوند د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ د کانال جوړولو او بیارغاونې د پروژې د غوښتنې د منظورۍ قرارداد او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت اړوند د پنځه ښارونو د ستراتیژیکې پراختیا چوکاټ پروژې د قرارداد د ورکړې د منظورۍ غوښتنه منظور کړه.
پر دې سربېره کمېسیون د ملي دفاع وزارت اړوند د قطعاتو او سرحدي قواو ساحوي قول اردوګانونو جزتامونو او عامه نظم د اړتیا وړ یو قلم باکیفیته وطني پلوي وریجو او د کورنیو چارو وزارت د صحیه پولیسو د خدماتو عمومي ریاست اړتیا وړ ۱۰۶ قلمه طبي درملو د ورکړې د منظورۍ غوښتنه تائید کړه.
له بلې خوا ملي تدارکاتو کېسیون د دوه ډوله ( ډیزل او پترول) تېلو پروژې، د جمهوري ریاست د تخنیک او ترانسپورت او حفظ او مراقبت ساتنې ودانۍ د اړتیا وړ ۱۳ قلمه مخابروي وسایلو او تجهیزاتو او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې وسایطو لپاره د دوه قلمه ډیزل او پترول تېلو د برابرولو د ورکړې د منظورۍ قرارداد هم منظور کړ.
دغه راز د ملي تدارکاتو کمېسیون اطلاعاتوفرهنګ وزارت اړوند د لوګر ولایت د مس عینک لرغونې سیمې د ساتنې او مستندونو ته د تخنیکي همکاریو لپاره یونسکو سازمان سره د (د بیې په لوړوالي د میعاد تمدید)، د افغان تېلې کام مخابراتي شرکت د اړتیا وړ روغنیاتو( د بیې لوړوالي سره د مودې غځېدا)  پروژې او د ترانسپورت وزارت اړوند د ۱۲.۱۷ کیلومټر په اوږدوالي د فراه ښار سرکونو بیارغاونه، ساختمان او اسفالت پروژې د مودې د غځېدو د تعدیل د منظورۍ د غوښتنې قرارداد هم منظور کړ.
ملي تدارکاتو ادارې د ملي تدارکاتو کمېسیون، کورنیو چارو، ملي دفاع، کرنې او مالدارۍ وزارتونو او د افغانستان د مرغدارانو اتحادیې ترمنځ د ۱۳۹۸ کال لپاره د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د اړتیا وړ زراعتي او وطني چرګانو د غوښې، وطنۍ وریجو، لبنیاتو او وطني مڼو د تهیې او تدارک په خاطر د پنځه اړخیزې تفاهمنامې د غوښتنې وړاندیز ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړ چې تر بحث او غور وروسته منظور او جمهوررئیس غني د دې ارګانونو د ټولو استازو هڅې وستایلې.
د ملي احصائیې او معلوماتو ادارې، له اړوند تجهیزاتو سره د بایو متریک د ۶۵۰ دستګاو د پېرلو پروژې د سرنوشت ټاکلو په اړه یاداشت ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړ چې له ارزونو وروسته منظور شو.
دغه راز انرژۍ او اوبو وزارت د پلاستیکي او فلزي پایپونو تولیدي پروژې د ارزونې د راپور په اړه د لارښوونې دوه غوښتنې ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړې او منظور شوې.
د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د انرژۍ د تامین او ښه والي پانګونې تر برنامې لاندې د انرژۍ سکتور او برېښنا سیستم د مشورتي خدمتونو او تحلیلي مطالعاتو پروژې قرارداد د منظورۍ د غوښتنې په اړه د ملي تدارکاتو کمېسیون د فیصلې تحقق هم کمېسیون منظور کړ.
کورنیو چارو وزارت د مرکزي اپارات او ۱۰۱ ساحوي قومندانۍ د اړتیا وړ وچې ډوډۍ په اړه د صنعتي تصدۍ سکتور او خصوصي داوطلبانو د بیو د توپیر په اړه د لارښوونې غوښتنه ملي تدارکاتو کمېیسون ته وړاندې کړه چې د کمېسیون غړو تائید کړه.
ملي دفاع وزارت د دغه وزارت د جزوتامونو قطعاتو د اړتیا وړ ۱۷ قلمه اعاشوي موادو (حبوباتو) د تهیې او تدارک قرارداد د پنځمې، شپږمې، اوومې برخې او د لومړۍ او دویمې برخې د حداکثر او حداقل بیو د تصحیح د منظورۍ غوښتنه ملي تدارکاتو کمېیسون ته وړاندې کړه او تائید شوه.
د تخار ولایت له خواجه بهاوالدین ولسوالۍ څخه تر ینګي قلعه پورې د ۲۸،۶ کیلومتر اوږد د (ماورای کوکچه) د درېیمې برخې سړک جوړولو پروژې قراردا د مودې د تصحیح په اړه د ترانسپورټ وزارت دوه غوښتنې منظور شوې او دې وزارت ته لارښوونه وشوه چې د مودې د تعدیل په برخه کې واضح دلایل ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړي، دغه راز د کندهار ولایت شورابک – سپین بولدګ سړک د درېیمې برخې جوړولو پروژې قرارداد د فسخې د منظورۍ غوښتنه هم ملي تدارکاتو کمېسیون تائید کړه.
 


د مطلب کود: 183338

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183338/د-کندز-ولایت-ارچي-کانال-په-ګډون-۱۹-تدارکاتي-مورده-منظور-شول

آوا
  https://www.avapress.com