دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۴
د مطلب کود : 183340
وسلوالو په فراه ښار کې د نجونو ښوونځی الوځولی
يو شمېر وسلوالو په فراه ولایت کې د نجونو یوه لیسه پر چادویدونکیو توکو الوځولې او ویجاړه کړې ده.

د فراه ولایت د پوهنې ریاست مرستیال صادق حلیمي ویلي؛ یو شمېر وسلوالو، چې ځانونه یې طالبان ګڼلي تېره شپه یې د فراه ښار د نو ده و تیویسک په اړوند سیمه کې د شهید بنفشه د نجونو عالی لیسه پر چاودیدونکیو توکو چولې او ویجاړه کړې ده.   
نوموړي د هغو کسانو پر شتون، چې ځانونه طالبان ګڼي او ښوونځي ویجاړوي هم اندېښنه ښودلې ده.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا دا د نجونو څلورم ښوونځی دی، چې په فراه ښار کې د وسلوالو لخوا ویجاړیږي او یا هم سوځي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceex8z7jh8vxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته