د خوست د ملي امنیت ریاست رسنیز دفتر مسؤلین وايي چې سرتېرو يې تېر ماخوستن د ښار د طویشې پُل په سیمه کې دوه تنه ځانمرګي بریدګر مخکې له هغې چې هدف ته ورسېږي، لهمنځه یووړل.
چارواکي: خوست کې ۲ ځانمرګي هدف ته تر رسېدو مخکې ووېشتل شول
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 حمل 1398 ساعت 14:31
د خوست د ملي امنیت ریاست رسنیز دفتر مسؤلین وايي چې سرتېرو يې تېر ماخوستن د ښار د طویشې پُل په سیمه کې دوه تنه ځانمرګي بریدګر مخکې له هغې چې هدف ته ورسېږي، لهمنځه یووړل.
مسؤلینو نن د دوشنبې ورځې سهار مهال ازادي راډیو ته وویل چې ملي امنیت له مخکې د یادو ځانمرګو په اړه کشفي معلومات درلودل او نږدې ټوله ورځ د هغوی په لټون پسې عملیات روان وو چې بالاخره تېر ماخوستنيې په موندلو بریالي شول.
د سرچینې د معلوماتو له مخې امنیتي ادارو هڅه وکړه چې بریدګر ژوندي ونیسي، خو هغوی د تېښتې هڅه کوله او سرتېرو پرې د لیرې ډزې وکړې چې په هغې سره يې چاودېدونکو توکو چاونه وکړه او دواړه ځانمرګي ووژل شول.
مسؤلینو وویل چې ځانمرګو بریدګرو غوښتل چې د یاد ولایتي دولتي ادارې تر برید لاندې راولي.
د دوی په وینا چې د ځانمرګو د چاودنې په مخکې چا ته زیان نهدی رسېدلی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې د یو بریدګر پېژندګلوي شوې چې د پکتیکا د نکې ولسوالۍ اوسېدونکی وو، خو دوهم جسد لهمنځه تللی او تر اوسهيې پېژندګلوي نهده شوې.
پهدې اړه نورو ډلو او سرچینو څه نهدي ویلي.
د مطلب کود: 183342