دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۲
د مطلب کود : 183353
په قانوني ډول بهرنیو هېوادونو ته د افغان کارګرانو د لېږلو هڅې
د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزیر وايي، بهرنیو هېوادونو ته د افغان کارګرانو د قانوني لېږلو په اړه له څو هېوادونو سره خبرې جریان لري.

سید حسین عالمي بلخي د دوشنبې په ورځ د «وري میاشتې پر ۲۶مه»په کابل کې د یو مطبوعاتی کنفرانس پر مهال وویل چې په دې اړه له یو شمېر هېوادونو سره هوکړې هم لاسلیک شوي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې، په دې اړه له ترکیې هېواد سره هم خبرې جریان لري تر څو افغان کارګران دغه هېواد ته په قانوني توګه ولېږل شي چې ډېر ژر به د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې اړه د کابل ـ انقرې ترمنځ یوه هوکړه لاسلیک شي.
افغان حکومت همدارنګه هڅه کوي، چې افغان کارګران عربي هېوادونو ته هم ولېږي.
د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزیر وویل، چې هغه افغان کډوال چې تر دې مخکې په عربي هېوادونو کې د پاکستان په پاسپورټ کار کاوه اوس په هغه هېوادونو کې د افغانستان په پاسپورټ کار کوي.
نوموړي زیاته کړه:"موږ چې له متحده عربي امراتو سره خبرې لرلې، هغه هېواد ته د افغان کارګرانو د لېږلو هوکړه لاسلیک شوه، موږ هیله لرو چې ډېر ژر دوه زره تنه افغان کاریګران چې مخکې په اړه ویل شوي وه هلته واستول شي".
پر همدې مهال د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسؤلین هم وايي، چې بهرنیو هېوادونو په قانوني ډول د افغان کارګرانو د لېږلو په اړه د دوی سروې روانه ده.
د دغه وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزي امریکا غږ ته وویل، چې دا مهال د ۴سوه زره په شااوخوا کې افغان کارګران په غیر قانوني ډول په عربي هېوادونو کې کار کوي.
احمدزي وویل:"دا لومړی ځل دی چې افغان کرګران په قانوني ډوله بهرنیو هېوادونو ته د کار لپاره استول کېږي."
بهرنیو هېوادونو ته د افغان کارګرانو د لېږلو په اړه دا څرګندونې پر داسې مهال کېږي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له‌مخې دا مهال ۱.۹ میلیونه تنه پر شرایطو برابر افغانان بېکاره دي چې هر کال ۴سوه زره کسان نور هم ورباندي اضافه کېږي.
په افغانستان کې د بېکارۍ یو عمده دلیل ناامني بلل کېږي.
د افغان حکومت د معلوماتو له‌مخې دا مهال ۶ میلیون او ۵سوه زره افغانان په بهرنیو هېوادونو کې د کډوالۍ شپې او ورځې تېروي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciwpazpt1avp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته