د خوست د ملي امنیت ریاست د رسنیز دفتر مسؤلین وايي چې سرتېرو يې تېر ماسختن د ښار د طویشې پُل په سیمه کې دوه تنه ځانمرګي بریدګر مخکې له هغې چې هدف ته ورسېږي، له منځه یووړل.
خوست کې ۲ ځانمرګي هدف ته تر رسېدو مخکې وویشتل شول
26 حمل 1398 ساعت 16:27
د خوست د ملي امنیت ریاست د رسنیز دفتر مسؤلین وايي چې سرتېرو يې تېر ماسختن د ښار د طویشې پُل په سیمه کې دوه تنه ځانمرګي بریدګر مخکې له هغې چې هدف ته ورسېږي، له منځه یووړل.
مسؤلینو نن د دوشنبې ورځې سهار مهال رسنیو ته وویل چې ملي امنیت له مخکې د یادو ځانمرګو په اړه کشفي مالومات درلودل او نږدې ټوله ورځ د هغوی په لټون پسې عملیات روان وو چې بالاخره تېر ماسختن يې په موندلو بریالي شول.
د سرچینې د مالوماتو له مخې امنیتي ادارو هڅه وکړه چې بریدګر ژوندي ونیسي، خو هغوی د تيښتې هڅه کوله او سرتیرو پرې د لېرې ډزې وکړې چې په هغې سره يې چاودیدونکو توکو چاودنه وکړه او دواړه ځانمرګي ووژل شول.
مسؤلینو وویل چې ځانمرګو بریدګرو غوښتل چې د یاد ولایتي دولتي ادارې تر برید لاندې راولي.
د دوی په وینا چې د ځانمرګو د چاودنې په مخکې چاته زیان نه دی رسیدلی.
د سرچینې د مالوماتو له مخې د یو بریدګر پيژندګلوې شوې چې د پکتیکا د نکې ولسوالۍ اوسیدونکی وو، خو دوهم جسد له منځه تللی او تر اوسه يې پېژندګلوي نه ده شوې.
په دې اړه نورو ډلو او سرچینو څه نه دي ویلي.
د مطلب کود: 183361