د ا. ا. جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني په کابل کې د هند جمهوریت سفیر ښاغلي وینی کمار سره ولېدل.
د هند سفیر سره د هېواد د بهرنیو چارو وزیر لېدنه
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 حمل 1398 ساعت 19:59
د ا. ا. جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني په کابل کې د هند جمهوریت سفیر ښاغلي وینی کمار سره ولېدل.
ښاغلي رباني د نړۍ په یوه دېره لویه ډموکراسۍ کې د ټاکنو د څرنګوالي په اړه د خپلوخبرو اترو په ترڅ کې، هند خلکو ته د بریالیتوب هیله وکړه.
دواړو لورو د افغانستان او هند پرمخ د پاکستان د هوايي حریم د پرانیستلو، د افغانستان او هند ترمنځ د ستراتژیک مشارکت ناستې د دریم پړاو دایرولو، د سولې، زدکړې، د دوه اړخیزه همکاریو او د سیمه ایزو همکاریو په اړه بحث وکړ او خپل نظریات ېې سره شریک کړل
د مطلب کود: 183381