کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ګرشک ولسوالۍ بازار ۱۲ تنه بې ګناه وګړي ټپيان شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 حمل 1398 ساعت 9:58

تیره ماښام شاوخوا (۷) بجې د ګرشک ولسوالۍ بازار ته څېرمه د ملکي وګړو يوه موټر ته وسله والو مخالفينو چسپکي ماين غورځولی، چې د چاودنې له کبله يې د ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه بې ګناه وګړي ټپيان شوي.



د نوموړې چاودنې په ترڅ کې د موټر سورلي او شاوخوا ولاړ او روان کسان زخميان شوي دي، چې ټول ژوبل شوي کسان ماشومان او غريبکاران دي.
د پيښې د قربانيانو له جملې شپږ تنه ماشومان دي، چې ټول ټپيان دا مهال روغتونونو کې تر درملنې لاندي دي.
وسله وال طالبان تل د ملکي وګړو ژوند ګواښي، ماشومان، ميرمنې او بې ګناه افراد هدف ګرځوي، چې يو له وحشتونو يې هم دغه پيښه ده.
هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان دغه پيښه په سختو ټکو غندلې او د بېګناه ماشومانو په ګډون يې د ملکي وګړو ګڼې ګوڼې کې د ماين چاودنه ستر جنايت، وحشت او نه بخښوونکی عمل ياد کړی دی.
هغه د ټپيانو د غوره درملنې او عيادت په پار د ګرشک ولسوالۍ مسولينو ته پر لارښوونې سربيره له اړوند کورنيو سره د تسليت مراتب شريکوي.


د مطلب کود: 183415

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183415/د-ګرشک-ولسوالۍ-بازار-۱۲-تنه-بې-ګناه-وګړي-ټپيان-شوي

آوا
  https://www.avapress.com