د یاد ولایت د پوهنې وزیر محمد عظیمي د پیښې پخلی وکړ او زیاته یې کړه چې تېره شپه ناپیژاندو وسله وال یاد ښوونځي ته د ننه شوي او وروسته یې ښوونځی د چاودیدونکو توکو په وسیله ویجاړ کړی دی.
عظیمي وايي چې یاد ښوونځی د فراه ښار په (۲۰) کیلو مترۍ کې موقیعت لري چې کابو (۱۰۰۰) نجونو پکې زده کړه کوي.
د دغه لیسې مدیر عبدالرحمن وویل چې، د مکتب ټول اسناد او کتابونه سوځېدلي دي.
دا په داسې حال کې دي چې، وړمه ورځ د یاد ولایت د مرکز اړوند تیوسک سیمه کې د بنفشه په نوم د نجونو یو بل مکتب هم ناپیژاندو وسله والو د چاودیدونکو توکو په وسیله ویجاړ کړ.
سره له دې چې د دې پیښې عاملین مشخص ندي خو د فراه ولایتي شورا غړي وایي چې د طالبانو ډلې د امر به معروف او نهي از منکر مسوولینو څو ځلې په دغه ولایت کې د نجونو د ښوونځیو د تړلو ګواښونه کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)