دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۸
د مطلب کود : 183428
د فرانسې «نوترادم»تاریخي کلیسا کې اورلګېدنه
اورلګېدنې د فرانسې د «نوتردام» کلیسا یوه برخه په بشپړه توګه سوځولې ده.

فرانس پریس خبري اژانس د دغه هېواد د چارواکو په حواله ویلي، چې اورلګېدنه د دوشنبې په ورځ څه کم اوه بجې د یادې کلیسا د بیارغونې د چارو پر مهال رامنځته شوې ده.
د دغه هېواد چارواکو ویلي چې تر دامهاله د رامنځته شوي اورلګېدنې لامل معلوم نه دی.
د یادې کلیسا یو مخروطي ډوله منار د اورلګېدنې له امله چپه شوی، خو د اور وژنې ډلې ویلي، چې د دغه کلیسا دوه نور څلي یې له اور څخه ژوغورلي او اورلګېدنه یې تر کنټرول لاندې راوستې ده.

د اور وژنې ټېم همدارنګه ویلي چې د دغه کلیسا تاریخي اثار یې هم له اور څخه ژغورلي دي.
پر همدې مهال د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پر یادې پېښې اندېښنه ښودلې.
په دغه کلیسا کې د رامنځته شوي اورلګېدنې پرمهال د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی، خو دومره ویل شوي چې د اور وژنې پرمهال د اطفائیې دوه کار کوونکي سخت ټپیان شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پر یادې پېښې په اندېښنې ښودلو سره ویلي چې د اور وژنې لپاره دي د اوبو شیندونکو الوتکو څخه کار واخیستل شي.

د نوترادم کلیسا کار په ۱۱۶۳ مېلادي کال کې پیل شو چې د جوړولو چارو یې شااوخوا دوې پېړۍ وخت ونیوی.
دغه کلیسا چې په کال کې ۱۳ میلیونه کسان ورڅخه لیدنه کوي دا مهال یې د بیارغونې چارې روانې وې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb5fb8wrhbwap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته