دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۷
د مطلب کود : 183453
د المان حکومت د ۵،۱ میلیارده افغانیو مالي مرستې ژمنه کوي
نن په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د المان د فدرالي جمهوریت تر منځ د همکارۍ په باب حکومتي سلامشورې پایته ورسیدې. د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ) ژمنه وکړه چې شاوخوا ۵،۱ میلیاده افغانۍ یعنې ۵۹ میلیونه یورو به په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ، پایښتونکي اقتصادي پراختیا او همداراز ښاري پراختیا او د ښاروالي بیخبناوو په ډګرونو کې پانګونه وکړي.
برسیره پردې، ۸،۷ میلیارده افغانۍ یعنې ۱۰۰ میلیونه یورو د افغانستان د ایمني وجهي صندوق ته اختصاص ورکړل شوی دي. د ۲۰۰۱ کال راهیسې، د المان حکومت په ټولیزه توګه ۳۴۵ میلیارده افغانۍ یعنې ۴،۰۶ میلیارده یورو په افغانستان کې پانګونه کړیده.
د دې پانګونې په وړاندې، المان د افغانستان د حکومت څخه تمه لري چې د اداري فساد سره د مبارزې، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنینوي، د ښځو د حقونو او برابرو فرصتونو د ودې او همدازار د کان ایستنې او د استخراج په سکتور کې د روڼتوب د تامین په ډګرونو کې د اصلاحاتو د کولو په لاره کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي. له دې کبله، د ۸،۷ میلیاردو افغانیو یعنی ۱۰۰ میلیونو یورو څخه چې نوموړي وجهي صندوق ته اختصاص ورکړل شوي دي، ۵،۲ میلیارده افغانۍ یعني ۶۰ میلیونه یورو به د هغو اصلاحاتو تابع وي چې ورباندې په ګډه توګه هوکړه شویده. برسیره پردې، د دوې اړخیزې همکارۍ له برخې څخه ۳،۵ میلیارده افغانۍ یعنې ۴۰ میلیونه یورو چې د انرژۍ په سکتور کې به ورځنې پانګونه وشي، د روانو او راتلونکو پلان شویو پروژو د پایښت په موخه د ددغو پروژو د کړنو او ساتنې او څارنې د لارښودونو په ترسره کولو مشروط دي.
المان د پخوا په شان په افغانستان کې د پایښتونکي پراختیا، سولې او ثبات په لاره کې د مرستې په کولو ژمن پاتې کیږي. د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا په وزارت کې د افغانستان/پاکستانې د څانګې مشر ښاغلي ډاکټر هیننګ پلاتې د خپلې پرانیستونکې وینا په ترڅ کې داسې وویل: «المان د افغانستان د پراختیا او د دې هیواد د خلکو د یوه ډاډه او اوږدمهال شریک په توګه پاتې کیږي – څرنګه چې مونږ پخوا هم همداسې پاتې شوې یو. المان تر ۲۰۲۰ کاله پورې هر کال د ۴۳۰ میلیونو افغانیو مالي مرستې په کولو سره په افغانستان کې د پراختیا سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.»
د افغان-المان د همکارۍ موخه داده چې د افغانستان د خلکو د ژوند شرایط او راتلونکي لرلیدونه سمون ومومي تر څو هغوی وکولای شي د خپل ژوند څخه د بیوزلۍ، کډوالۍ، تاوتریخوالي یا افراطیت څخه پرته خوند واخلي. نن المان ژمنه وکړه چې خپل ملاتړ ته به د اداري فساد سره د مبازې، د نجونو او ښځو د ودې، د افغان مدني ټولنې د پیاوړي کولو، د عامه ادارې د اصلاح کولو او د خصوصي سکتور د ونډې د اخیستلو لپاره د یوه توان ورکوونکي چاپیریال د جوړولو په لاره کې دوام ورکړي.
د افغانستان د مالیې وزارت د پالیسۍ د چارو مرستیالې میرمن ډاکټر ناهید سرابی داسې وویل: «څرنګه چې د افغانستان د سولې او ملي پراختیا په چوکاټ کې بیان شوي دي، د افغانستان  پرمختیا ستراتیژي په پام کې لري چې د اقتصادي ودې د کچې لوړولو ته ورسیږي، د ګاونډیو هیوادو سره دوستانه اړیکي پراخې کړي، زمونږ عواید زیات کړي، کارجوړونه منځته راوړي، د بې وزلۍ کچه را ټیټه کړي، او د تاوتریخوالي شخړې ته د پای ټکۍ کیږدي. دغو موخو ته رسیدل به مونږ ته د دې توان راکړي چې د یوه ملت په شان خپل بسیاتوب ته ورسیږو. له دې امله مونږ د لومړیتوب په پروګرامونو او پروژو کې د لومړیتوب د ملي پروګرامونو سره سم پانګونه کوو، هغه پروګرامونه کوم چې اوږدمهال او پایښتونکي دي او افغانستان د سیمې او د هغې نه وړاندې هیوادونو سره نښلوي». هغې وروسته زیاته کړه، زه غواړم د افغانستان په استازیتوب ستاسو حکومت او ستاسو خلکو ته د دوامداره ملاتړ لپاره چې موږ یې د شراکت له پیل څخه ترلاسه کړی و، مننه کوو. آلمان د افغانستان په بیارغونه کې مهم رول لوبولی دی او زموږ همکارۍ زموږ د ګډ پراختیا اجنډا د پلي کولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنو سره مرسته کړې ده.
د دې لپاره چې د پراختیا څخه د افغانستان ټول وګړي ګټه پورته کړي، د پایښتونکي عاید جوړوونکي فرصتونو برابرول او د اقتصادي ودې څخه ملاتړ او همداراز د برښنا او اوبو برابرولو ته سمون ورکول د کړنو په لومړیتوبونو کې شامل شوي دي. دا موخې د افغانستان د لومړیتوب د پالیسیو لکه د افغانستان د سولې او ملي پراختیا د چوکاټ او د لومړیتوب د ملي پروګرامونو سره په بشپر ډول سمون لري.
برسیره پردې، د افغان-المان د همکارۍ اداره به د افغاني لوري د اصلاحاتو د شریکانو سره همکاري پراخه کړي او د شفافیت، افغاني څښتنتوب او پراختیایي لورموندنې په موخه به په زیاتیدونکي توګه هڅونې وکاروي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjitevtuqeoxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته