دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۵
د مطلب کود : 183460
هلمند ولایت کې پولیسو چاڼیز عملیاتو کې ترهګرو ۱۷ پټنځایونه له منځه وړل شوی
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په هلمند ولایت کې پولیسو د طالبانو پرضد چاڼیز عملیات پیل کړي چې پایله کې یې د ترهګرو ۱۷ ځالې او پټن ځایونه له منځه وړي او لسګونه کړۍ خښ کړل شوي ماینونه یې شنډ کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د خبر پاڼې له مخې دغه چاڼیز عملیات په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په کمپرک سیمه ترسره شوي.
په خبر پاڼه کې د وسله والو طالبانو او یاد افغان امنیتي ځواکونو د وژل کیدو او یا ټپي کیدو په اړه څه نه دي ویل شوي.
 
https://avapress.com/vdch-xnzv23n6kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته