کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا نړیوالې پراختیاي ي ادارې او د افغانستان دولت له لوري په قندهار ولایت کې د کار زدهکړې پروګرام ښځینه فارغانو ستاینه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 حمل 1398 ساعت 16:01

نن، د امریکا نړیوالې پراختیاي ي ادارې( )USAIDد کار زدهکړې پروګرام څخه ۶۰ښځینه فارغانو د افغانستان دولت څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل چې د یاد یو کلن پروګرام په لړ کې ترلاسه شوې روزنې او کاري تجربې تصدیق کوي. د امریکا نړیوالې پراختیاي ي ادارې د کار زدهکړې پروګرام د افغانستان ملکي خدمتونو بستونو کې دندې ترلاسه کولو په موخه افغان ښځې په اړینې پوهې او مهارتونو سمبالوي


د پروګرام فارغانو په استازیتوب اغلې فاطمه وویل «د امریکا نړیوالې پراختیاي ي ادارې د یو کلن روزنیز پروګرام څخه در فراغت وروسته اوس په دولت کې د کار لپاره چمتو یم. د کار زدهکړې پروګرام د عملي کار اړوند پوهې او مهارتونو باندې سمبال کړو. دغه ښان فرصت انسان ته په ژوند کې یو ځل په لاس ورځي.»
د امریکا نړیواله پراختیای ي اداره په پام کې لري چې د ۲۰۱۵کال څخه تر ۲۰۲۰کال پورې د دولتي بستونو لپاره د کار زدهکړي یو کلن پروګرام له لارې ۳۰۰۰افغان شځې وروزي. د یاد پروګرام څخه د روان کال د فبروري میاشتې پورې ۲۴۰۰ښځې فارغ شوي دي، چې د دغې ډلې څخه د ۷۰۰څخه زیاتې په بلخ، کابل، قندهار، هرات او ننګرهار ولایتونو کې په دندو ګمارل شوي دي او نورې ی ې د دولتي دندو په لټه کې دي.
په قندهار ولایت کې د قندهار ولایت مقام، د ښځو چارو ریاست او د ملکي خدمتونو کمیسیون د کار په لړ کې د عملي روزنو چمتو کولو له لارې د یاد پروګرام څخه ملاتړ کوي. د دي ترڅنګ یادې ادارې ژمنې دي چې د فراغت وروسته به د کار زدهکوونکې خپلو ادارو کې په دندو ګماري.
د قندهار والي ښاغلي حیاتالله حیات په دي اړه وویل «د امریکا نړیوالې پراختیاي ي ادارې څخه مننه چې په قندهار کې ی ې ښځو ته روزنې چمتو کړي. دوي زموږ خوندې دي، او موږ ی ې باید احترام او ملاتړ وکړو ترڅو په دولتي ادارو کې کار وکړای شي. اوسمهال موږ په قندهار ولایت کې ۱۵۰۰خالي بستونه لرو، او د ۲۰۰بستونو ډکولو لپاره د وړتیالرونکو ښځو په لټه یو. د کار زدهکړې فارغانې هڅوم چې دغو بستونو ته غوښتنلیکونه واستوي».
په ۲۰۱۴کال کې، د افغانستان دولت ژمنه وکړه چې د ۲۰۲۰کال پورې به په ملکي خدمتونو کې د ښځو کچه د ۲۲سلنو څخه   ۳۰   سلنو ته لوړه کړي. د روزل شویو او وړتیالرونکو ښځو ګمارنې له لارې به افغانستان د داسي ملکي خدمتونو خاوند شي چې د هیواد وکړو اړتیاوو ته به خورا ځواب ویونکی وي.
د ۲۰۰۱کال راهیسي، د امریکا متحده ایالاتو حکومت خپل پالیسیو کې د ښځو پیاوړتیا څخه ملاتړ ته چې د اقتصادي ودې چټکولو او پایونکې سولې لپاره خورا اغیزمنه پانګونه بلل کیږي لوی لمړیتوب ورکړی
 


د مطلب کود: 183461

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183461/د-امریکا-نړیوالې-پراختیاي-ي-ادارې-او-افغانستان-دولت-له-لوري-په-قندهار-ولایت-کې-کار-زدهکړې-پروګرام-ښځینه-فارغانو-ستاینه

آوا
  https://www.avapress.com