دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۷
د مطلب کود : 183462
د سانچارک مرکز سقوط سره؛ څو نور ولسوالۍ به د طالبانو په لاس سقوط وکړی
سرپل سیمه ایز چارواکې وایی چی دری ورځې مخکې د سانچارک دری کلۍ د طالبانو په لاس سقوط کړی او اوس ددی ولسوالی مرکز د طالبانو په محاصره کې قرار لری او که دولت جدی توجه ونه کړی د سانچارک په سقوط سره به د سرپل ولایت څو نور ولسوالی به د طالبانو په اختیار کې قرار ونیسی.

 
اسدالله خرم؛ د سرپل ولایتی شورا غړۍ، د افغان غږ خبری آژانس سره په مصاحبه کې وویل: د دوو میاشتو راهیسی د سانچارک ولسوالی د طالبانو په محاصره کې قرار لری او دولت هیڅ کوم اقدام نه دی کړی او اوس وضعیت په دی ولسوالی کې ډیر خراب دی که توجه صورت ونه نیسی، وضعیت نور د کنترول څخه وځی.
هغه زیاته کړه چی اوس وضعیت په سانچارک کې ډير خراب دی، د سانچارک ولسوالی مرکز د دولت په لاس کې دی خو د طالبانو په محاصره کې قرار لري.
ښاغلی خرم وایی چی هره نیټه دا ریپورت راځی چی طالبان سانچارک مرکز باندی برید قصد لری او خلګ بیری او وحشت کې دی.
 
https://avapress.com/vdcjmtev8uqeoxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته