کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سرپل ولایتی شورا یو غړۍ:

د سانچارک مرکز سقوط سره؛ څو نور ولسوالۍ به د طالبانو په لاس سقوط وکړی

27 حمل 1398 ساعت 16:07

سرپل سیمه ایز چارواکې وایی چی دری ورځې مخکې د سانچارک دری کلۍ د طالبانو په لاس سقوط کړی او اوس ددی ولسوالی مرکز د طالبانو په محاصره کې قرار لری او که دولت جدی توجه ونه کړی د سانچارک په سقوط سره به د سرپل ولایت څو نور ولسوالی به د طالبانو په اختیار کې قرار ونیسی.



 
اسدالله خرم؛ د سرپل ولایتی شورا غړۍ، د آوا سره په مصاحبه کې وویل: د دوو میاشتو راهیسی د سانچارک ولسوالی د طالبانو په محاصره کې قرار لری او دولت هیڅ کوم اقدام نه دی کړی او اوس وضعیت په دی ولسوالی کې ډیر خراب دی که توجه صورت ونه نیسی، وضعیت نور د کنترول څخه وځی.
هغه زیاته کړه چی اوس وضعیت په سانچارک کې ډير خراب دی، د سانچارک ولسوالی مرکز د دولت په لاس کې دی خو د طالبانو په محاصره کې قرار لري.
ښاغلی خرم وایی چی هره نیټه دا ریپورت راځی چی طالبان سانچارک مرکز باندی برید قصد لری او خلګ بیری او وحشت کې دی.
 


د مطلب کود: 183462

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183462/د-سانچارک-مرکز-سقوط-سره-څو-نور-ولسوالۍ-طالبانو-په-لاس-وکړی

آوا
  https://www.avapress.com