کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات اوبه ولسوالی ۱۷ تنه لادرکه شوی موټر چلوونکې ژوندی دی

27 حمل 1398 ساعت 16:41

د هرات اوبه ولسوال وایی چی خوشبختانه ۱۷ تنه د فلانکوچ ډوله موټر موټر چلوونکې چی د اوبه په ولسوالی کې اخیرو سیلابونو له امله لاپته شوی وو، ژوندی او د هغوی ژغورنې لپاره هڅې روانی دی.



عبدارحیم سرور زی د هرات اوبه ولسوالی ولسوال، د آوا خبرنګار سره په اختصاصی خبرو اترو کې وویل: خوشبختانه  ۱۷ تنه د فلانکوچ ډوله موټر موټر چلوونکې چی د اوبه په ولسوالی کې اخیرو سیلابونو له امله لاپته شوی وو، ژوندی او د هغوی ژغورنې لپاره هڅې روانی دی.
هغه په ادامه کې وویل: هغه وخت چې دا موتر د جینوا سیمې څخه د دهګاهی سیمې لوری ته په حرکت کې وو، د سیلابونو له امله، خپل حرکت لوری د یو دره لوری ته بدلون ورکړی دی او موټر چلوونکې د حتمی مرګ څخه ژغورل شوی دی.
هغه زیاته کړه: د هغوی وتلو لار ددی دره څخه د سیلابونو له امله بند دی او مرستندویه ډله دا سیمی ته استول شوی او دا کسان به وژغورل شی.
د هغه په وینا، د سیلابونو له امله نن د یو چوپان جسد د ۳۰۰ راس مواشیو سره او دوه کوچنیانو جسدونه هم ددی ولسوالی څخه لاسته راغلی دی.
 


د مطلب کود: 183467

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183467/د-هرات-اوبه-ولسوالی-۱۷-تنه-لادرکه-شوی-موټر-چلوونکې-ژوندی-دی

آوا
  https://www.avapress.com