کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیا او ننګرهار کې بارانونو او سېلابونو ملکیانو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 حمل 1398 ساعت 10:13

په پکتیا او ننګرهار کې د زیاتو اورښتونو او سېلابونو له امله ملکي وګړو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.



د پکتیا ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریس شادم خان هلال وویل چې، پدغه ولایت کې د روانو بارانونو او سېلابونو له امله یوولس کورونه نړېدلي او د دوه ښځو په ګډون پکې درې کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.
هلال وویل چې، په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د يوه کور د چت لوېدو په پېښه کې دوې ښځې مړې شوې او په څمکنيو ولسوالۍ کې سېلاب يو ځوان وړی او وژلی دى.
د یاد ولایت مسؤلينو په خبره دا کورونه په احمدابا، سيدکرم، احمدخېل، لجه منګل، څمکني، ډنډپټان او اريوب ځاځيو ولسوالي کې نړېدلي دي.
د پکتیا د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ریس دا هم وویل چې، د سیلابونو د مالي او ځاني تلفاتو د شمېر د زياتېدو احتمال شته، خو سيمې ته د بېړني حالت د ټيمونو له رسېدو وروسته به د مالي او ځاني زيانونو کره شمېره مالومه شي.
بلخوا د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ په منګل کلي کې د زياتو اورښتونو له امله د يو کور دیوال او چت پریوتی، چې له امله يې د يوې کورنۍ دوه ميرمنې او دوه ماشومان وژل شوي او دوه ټپیان دي دې ورته د تېره ورځ د جلال آباد ښار اوومې ناحیې اړوند سيمه کې يو تن سيلاب وړی.
 


د مطلب کود: 183494

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183494/په-پکتیا-او-ننګرهار-کې-بارانونو-سېلابونو-ملکیانو-ته-مالي-ځاني-زیانونه-اړولي

آوا
  https://www.avapress.com