دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۷
د مطلب کود : 183496
غزني کې د یوه سرګروپ په ګډون (۲۷) وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
غزني ولایت د مرکز، ګیلان، ناوي، ګیرو او آب بند ولسوالۍ په اړوندو کې د تیري ورخي له غرمي وروسته د نن ورځي تر سهار پوري د افغان او ائتلاف هوایې او افغان کومانډو ځواکونو په عملیاتو کې د یوه سرګروپ په ګډون ۲۰ تنه طالبان وژل شوي او ۷ تنه یې ټپیان شوي دي.

  
د ترسره شویوه عملیاتو په ترڅ کې د مرکز غزني اړوند په منګور او زیوج کلیو کې د ائتلاف هوایې ځواکونو په عملیاتو کې د یوه طالب سرګروپ سالار په ګډون ۴ تنه طالبان وژل شوي، یو تن ټپي شوی او د طالبانو اړوند یو عراده ډاټسن او یو عراده صرف موټر له منځه وړل شوي دي.
دغه راز تیره ورځ له غرمي وروسته او تیره شپه د ګیلان ولسوالۍ په غونډي خیل، سپیدار، لواړګه، هوتک او الخ کلیو، د ګیرو ولسوالۍ په پارچه، د آب بند ولسوالۍ په سرفراز کلیو او د ناوي ولسوالۍ په اړوندو کې د کومانډو او ائتلاف هوایې ځواکونو په ترسره شویو عملیاتونو کې ۱۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، ۶ تنه ټپیان شوي، یو عراده فولډر، یو موټر سایکل او ګڼ شمیر وسلي یې له منځه تللي دي. په یادو پوځي اقداماتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي کسانو ته زیان ندی اوښتی
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgyw9q3ak97t4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته