دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۴
د مطلب کود : 183503
طالبان:د قطر کنفرانس کوم واده نه دی چې دومره ډېر کسان ورځي
د طالبانو نن چهار شنبه د یوې اعلامیې په خپرولو په دوحه کې د بین الافغاني خبرو لپاره د افغان پلاوی د (۲۵۰) غړو په نوملړ نیوکه کړې، چې د کنفرانس تنظیمونکي له کابل څخه د دومره کسانو د منلو پلان نلري.
پ
ه اعلامیه کې راغلي چې د افغان حکومت د دوحې کنفرانس لپاره (۲۵۰) کسانو لېست خپور کړی، خو د دغه نوملړ څخه به محدود شمېر سیاسي او قومي مخور د نهایي شوی لیست له مخې په کنفرانس کې اشتراک کوي او زیاتوي چې د قطر کنفرانس د کابل په کوم هوټل کې د واده اوکوم بل مناسبت بلنه او میلمستیا نده چې دومره ډېر کسان پکې برخه اخلي.
د تېر په شان اعلامیه یو ځل بیا ټینګار کوي چې، د دوحې په ناسته کې به هیڅوک د کابل ادارې نماینده ګي نشي کولای.
اعلامیه زیاتوي، که چېرې افغان حکومت کوم غړی پدې ناسته کې ګډون کوي، نو یوازې شخصي نظر به وایي او هیڅوک د افغان حکومت په نماینده ګۍ خبرې نشي کولای.
دا په داسې حال کې دي چې افغان حکومت پرون سه شنبه د دوحې د بین لافغاني خبرو د ناستې لپاره د افغان پلاوی د (۲۵۰) ګډونوالو نوملړ خپور کړ.
تیره ورځ سه شنبه ارګ د یوې اعلامیې په خپرولو وویل چې، پدې لېست کې د سیاسي ګوندونو استازي، جهادي مشران، مدني ټولنې فعالین، ښځو استازي، حکومتي چارواکي، رسنیو استازي، دیني علماء او جګړې د قربانیانو کورنیو غړي شامل دي.
همدارنګه د ولسمشرۍ ویاند چخانسوري رسنیو ته د یو ویدیویي پیغام له لارې وویل چې، پدې لېست کې د هیواد د ټولو اقشارو د استازو نومونه شتون لري.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxmdymw6dcta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته