دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۴
د مطلب کود : 183509
غزني کې د برشنا شرکت د خدماتو څانګي د نوي ودانۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه
غزني کې د برشنا شرکت د پیریدونکو د خدماتو څانګي لپاره د نوي اداري ودانۍ د بنسټ دبره نن د والي وحیدالله«کلیمزي» لخوا کیښودل شوه.

د غزني والي ښاغلي کلیمزي د یادي ودانۍ د بنسټ ډبر د ایښودلو پر مهال له دي کبله خوښي څرګنده کړه چې دي ولایت کې د پراختیایې او بیارغوني چاري د بیلدو په حال کې دي. د هغه په وینا پر دغي ودانۍ چې ټاکل شوي په دوو پوړونو کې ورغول شي شاوخوا(۶،۶) ملیونه افغانۍ لګښت راځي چې د برشنا شرکت له بودیجي څخه ورکول کیږي او وروسته له دي به د برشنا شرکت د مشتریان او تجارتي څانګي ټول خدمات په همدي ځای کې ترسره کیږي. والي ښاغلي کلیمزي وویل: (( دغه ودانۍ کې مشتریانو ته ۶ خدماتي غرفي او ۵ اداري اتاقونه له ټولو اړینو ملحقاتو سره رغول کیږي.))
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbgfb89rhbwsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته