دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۶
د مطلب کود : 183517
یو تاریخي فرصت په لاس راغلی چې موږ په ژور فکر او بحثونو خپلې دایمي ستونزې حل کړو
جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د دوحې ناسته کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ګډون کوونکي پلاوي سره په کتنه کې وویل، تاسې هغه ماموریت شروع کوئ چې ولس ورته څلوېښت کاله صبر کړی او تاسې د دې ولس ورکه چې دوامداره او تلپاتې سوله ده، ترلاسه کوئ.

په سلامخانې ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال جمهوررئیس څرګنده کړه، ستاسو ماموریت د افغانستان د ټولنې او دولت هیلې او ارزوګانې تمثیلوي او د ټول ولس عملي استازیتوب کوئ. هغه زیاته کړه، په دې وطن کې زموږ حق ثابت دی او د توندو او تېزو احساساتو پر وړاندې د دې خاورې زغم د هندوکش غره په څېر قرار لري.
د هیواد جمهوررئیس  وویل، زموږ ګډ درد دا دی چې هره ورځ د وینې توېدو شاهدان یوو. انتحار، انفجار، ډزو او بمباریو، روحاً او جسماً ستړي کړي یوو، خو دا چې زموږ په زړونو او وینه  کې وطن سره د زرهاو کلونو مینه ده، نه ماتېږو او نه نهیلې کېږو. هغه زیاته کړه، موږ باوري یوو چې د نورو بحرانونو په څېر به دغه څلوېښت کلن جنګ هم ختموو. د نهیلۍ ختمولو کیلي زموږ په لاسونو کې ده. هغه په ټينګار سره وویل، راشئ یو بل ومنو او د راتلونکو نسلونو لپاره له ځانځانۍ تېر شو. د ځانځانۍ ښامار څوک منزل ته نشي رسولی او نه هم یوازې ځان پسې ګرځېدل ارامي راوړلی شي.
جمهوررئیس په ټینګار  سره وویل،  یو تاریخي فرصت په لاس راغلی چې موږ په ژور فکر او بحثونو خپلې دایمي ستونزې حل کړو. د خپلواک ملت په توګه هغه تصامیم نیسو چې د خدای رضا او د ملت خېر په کې نغښتې. محمداشرف غني وویل، د سولې لپاره ملي، اسلامي، سیمه ییز او بین المللي شرایط چمتو دي او سوله د جرئت  او قوت سمبول ده. هغه زیاته کړه، یوازې ولس پرېکړه کوي چې کوم شرایط او حدود مني او له کومو سره مخالفت لري. 
جمهوررئیس څرګنده کړه، د سولې وروستی تصمیم نیونکی ملت دی. موږ او تاسو ټول استازي یوو. زموږ قوت او عزت  په همدې استازیتوب کې دی. مسوولیت  مو هم له همدې استازیتوب  سرچینه اخلي او همدا استازیتوب زموږ د واکونو حدود ټاکي. محمداشرف غني وویل، تاسو ته د لومړي ځل لپاره  له مقابل لوري سره د هر اړخیزو بحثونو زمینه برابره شوې. تاسو په قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او افغان ملت استازیتوب کوئ او دا استازیتوب مهم دی.
جمهوررئیس هغوی ته په خطاب کې وویل،  د اوسني افغانستان واقعیتونه، هیلې، دردونه او لید له طالبانو سره شریک کړئ، هغوی وپېژنئ او فرصت ورکړئ چې تاسې وپېژني. هغه زیاته کړه، د نظام موجودیت او سرې کرښې د دې وطن له مشترکو هیلو او ارزوګانو څخه جوړې شوې دي. هغه زیاته کړه، طالبان قانع کړئ چې دولت سره له مذاکراتو بغیر بله لار نه لري او د جنګ د ختمولو لپاره بله نسخه نه پیدا کېږي، زموږ خپل تاریخ راته وايي چې پردي ‎زموږ لپاره تصمیم نشي نیولی.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د وینې تویول بریالیتوب نه دی او نه هم د ستونزې سیاسي حل لاره غالب او مغلوب لري. د سولې ګټونکي به افغان ماشومان،مېرمنې، یتیمان او د افغانستان ولس وي. موږ سوله د ځان نه، بلکې د راتلونکو نسلونو د ابادۍ او هوساینې لپاره کوو. جمهوررئیس وویل، تاسې د دولت او ملت د سفیرانو او استازو مسوولیت لرئ. له طالبانو سره په زغم، دقت او متانت د ولس د غوښتنو، د نظام د تداوم، قانونیت او د بنسټونو د پیاوړتیا په اړه واضح خبرې وکړئ. هغه زیاته کړه، د دوی  په دردونو، مجبوریتونو، هیلو او نظریاتو باندې ځان پوه کړئ، دا تاسې پورې تړلې ده چې بېرته د افغانستان ولس لپاره څه راوړی؟
ورپسې د سولې عالي شورا مرستیالې اغلې حبیبې سرابي د دوحې ناستي د پیشنهادي اجنډا په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل. جهادي رهبر استاد عبدرب الرسول سیاف د وینا پرمهال وویل، نن د یوې مبارکې موضوع په اړه چې سوله ده دلته راټول شوي یوو. سوله الهي امر او د ولس، نړۍ او بشریت  غوښتنه ده. هغه زیاته کړه، د هر جنګ پای سوله ده او د سولې مخالفت په حقیقت کې د خدای د دین مخالفت دی.
نوموړي وویل، زموږ پر هیواد جنګ تحمیل شوی او د جنګ هره لحظه ناروا ده. د جنګ د پایته رسولو یوازینۍ لاره تلپاتې او باعزته سوله ده. هغه دوحې ته د تلونکي پلاوي له غړو وغوښتل چې د مناظرې او مناقشې نه، بلکې د سولې په نېت لاړ شئ او خپل وحدت وساتئ. همدارنګه یې د طالبانو له پلاوي هم وغوښتل چې له اصلاح او ښه نیت سره د سولې مذاکراتو ته راشي. د سولې عالي شورا رئیس استاد محمدکریم خلیلي وویل، جنګ د حل لاره نه ده او د یو شفاف میکانیزم په اساس باید سوله تامین شي. هغه زیاته کړه، د نړۍ په هیڅ هیواد کې هم سوله له جرئت او قاطعیت پرته نه ده راغلې او نه هم سوله تېر ته د ورګرځېدو په مانا ده.
هغه څرګنده کړه، د جنګ پایته رسېدل او د سولې تامین د ټولو غوښتنه او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پلاوي څخه یې وغوښتل چې په پراخ او ملي لید د دوحې بین الافغاني مذاکراتو ته لاړ شي او په متانت د خپلو خلکو استازیتوب وکړي. مخکېني جمهوررئیس حامدکرزي دغې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، نن د خوشالۍ ورځ ده چې سولې ته د رسېدو هڅه او عزم مو کړی. د افغانستان خلکو ته تر دې بله لویه هیله او خوشالي نشته. هغه زیاته کړه،  له طالبانو سره په ناسته کې کوښښ وکړئ چې د سولې لپاره لاره پیدا کړئ او زموږ وظیفه د جنګ ختمول دي.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، خوښ یم چې د دولت پلاوی دوحې ته له تلو مخکې دلته غونډه کوي او دوی به د افغانانو استازیتوب وکړي. هغه زیاته کړه، په دې هیله چې ستاسو هڅې د مخامخ مذاکراتو زمینه برابره کړي. نوموړي وویل، په دغه پلاوي کې د بېلابېلو اقشارو استازي حضور لري او ټول د پایداره او باعزته سولې د تامین لپاره د افغانستان د دولت او ملت په استازیتوب د دوحې کنفرانس کې ګډون کوي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6en6049nam1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته