دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۱
د مطلب کود : 183526
فراه کې د ترهګرو طالبانو یو مشهور قومندان ونیول شو.
امنیتي ځواکونو د فراه ولایت په مرکز اړوند سیمو کې د ترهګرو طالبانو یو مشهور قومندان ونیوه.
ملا عزیز الله چې په ذکریا مشهور دی، تېره اوونۍ د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ټپي شو، چې وروسته بیا فراه ته په تېښته بریالی شو.
ملا عزیز الله په هلمند، بادغیس، هرات، نیمروز او فراه ولایتونو کې په لویو ترهګریزو پېښو کې لاس درلود.
سرچينه : فراه کې د ترهګرو طالبانو یو مشهور قومندان ونیول شو
https://avapress.com/vdcauen6i49nam1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته