دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۹
د مطلب کود : 183578
قطر غونډی ته تلونکې لیست ټول شامل کسان نه ځي
د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیاله او قطر ته د تلونکي افغان پلاوې ګډونواله حبیبه سرابي وایي، په لیست کې ټول شامل کسان قطر ته نه ځي، یو شمېر ښایي د شخصي ستونزو له امله او ځیني بیا د لوژیستیکي ستونزو له مخې دغې غونډې ته ولاړ نشي.

د افغانستان حکومت له لوري د ټاکل شوې ۲۵۰ کسیزه پلاوې دغې غړې ویلي چې، د قطر په غونډه کې مدني ټولنې، د افغانستان خلک، مشران او د هېواد درې ګونو قواو استازي ګډون کوي تر څو هلته د افغانستان وضعیت تشریح کړي.
د سولې عالي شورا ویلي وو چې د افغان پلاوې ټاکل شوې ډله نن پنجشنبه د حمل (وري) ۲۹ مه قطر ته روانیږي، خو ویل کیږي چې د دې پلاوې سفر د څو ساعتونو لپاره ځنډیدلی دی.
تر  دې مخکې وسله والو طالبانو ویلي و:” دا چې د کابل ادارې په یاد کنفرانس کې د ۲۵۰ کسانو د ګډون لیست خپور کړی دی، د قطر کنفرانس تنظیمونکي یوازي له کابله د دومره ډېر شمېر کسانو د منلو پلان نه لري، او نه هم په دې ډول کنفرانسونو کې دا ډول ګډون دود دی”.
وسله والو طالبانو په دغې اعلامیې کې څرګنده کړې وه  چې په دغو کنفرانس کې به کم شمېر سیاسي او قومي مشران ګډون وکړي نه د حکومت د خوښي ۲۵۰ کسان.
افغان حکومت تر اوسه د طالبانو دغو څرګندونو ته غبرګون نه ‌دی ښودلی
 
https://avapress.com/vdchqxnz623n6md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته