کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د شمالي کوریا رهبر کېم جونګ اون روسیه ته سفر کوی

29 حمل 1398 ساعت 21:29

کرملېن اعلان کړى چې د شمالي کوريا رهبر کېم جونګ اون په پلان کې لري چې په راروانو ١٢ ورځو کې روسيې ته سفر وکړي.



کرملېن په هغه لنډکۍ اعلاميه کې چې نن‌يې په خپل وېب‌سايټ کې خپره کړې ويلي، کېم ته د ولسمشر ولادیمير پوتين له‌خوا بلنه ورکړل شوه او دى به په راروانو ١٢ ورځو کې روسيې ته لاړ شي.
په عين حال کې د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين په پام کې لري چې راروانه اوونۍ چين ته سفر وکړي.
دى به روانه جمعه او شنبه د «يوه کمربند، يوې لارې» په نوم غونډه کې برخه واخلي.
په‌دغه غونډه کې د لسګونه هېوادونو حکومتي مشران برخه اخلي چې په نړۍ کې د سړکونو او تجارتي لارو د جوړولو پر لارو چارو بحث وکړي.
ځينو رسنيو داسې ګنګوسې خپرې کړي چې پوتين ښايي له کېم سره په ولادي وستوک کې چې د شمالي کوريا سرحد ته څېرمه پروت بندري ښار دى، وګوري.
کرملېن دغه اعلان په‌داسې حال کې کوي چې د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره پر يوه موافقه د سلا کېدو هڅه کوي چې په مرسته‌يې په کوريا ټاپو وزمه کې د اټمي وسلو پر سر ولاړ شوى کړکېچ ختم شي.


د مطلب کود: 183614

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183614/د-شمالي-کوریا-رهبر-کېم-جونګ-اون-روسیه-ته-سفر-کوی

آوا
  https://www.avapress.com