خوښ ديک ۰

دفاع وزیر: بیله ځنډه غزنی کې امنیتی ځواکونو اړتیاوو ته به رسیدګی وشی

د دفاع، داخله وزیران او ناتو ځواکونو قوماندان غزنی ناامن ولایت ته سفر په جریان کې ددی ولایت امنیتی وضعیت څیړلو ترڅنګ، وعده ورکړ چی غزنی امنیت ته به توجه وشی.
دفاع وزیر: بیله ځنډه غزنی کې امنیتی ځواکونو اړتیاوو ته به رسیدګی وشی

 
د آوا په ګزارش سره، پنجشنبه(۲۹ حمل) اسدالله خالد دفاع وزیر او مسعود اندرابی داخله وزیر د جنرال میلر ناتو ځواکونو قوماندان سره یوځای د غزنی ناامنه ولایت وضعیت څیړلو لپاره ددی ولایت مرکز ته سفر کړی او غزنی والی او نورو چارواکو سره لیدنه ترسره کړی.
د دفاع وزیر په یو خبری ناسته کې وویل: عاجل اقدامات دغزنی امنیتی ګواښونو دفع کولو لپاره ترلاس لاندی دی او غزنی کې امنیتی ځواکونو ټول اړتیاوو ته به رسیدګی وشی.
مسعود اندرابی د داخله وزیر هم وویل چی غزنی ته توجه زموږ په لومړیتوب کې قرار لری او په همدی دلیل ترټولو ښه ځواکونه د ښه تجهیزاتو سره غزنی ته اعزام کیږی.
جنرال سکات میلر هم وویل چی د داخله وزارت او دفاع وزارت وزیرانو همزمان سفر غزنی ولایت ته، غزنی وضعیت ته د حکومت توجه شکاره کوونکې دی.
 
جمعه ۳۰ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۵
د مطلب کود: 183626 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *