دخپریدو نیټه :جمعه ۳۰ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۵
د مطلب کود : 183626
دفاع وزیر: بیله ځنډه غزنی کې امنیتی ځواکونو اړتیاوو ته به رسیدګی وشی
د دفاع، داخله وزیران او ناتو ځواکونو قوماندان غزنی ناامن ولایت ته سفر په جریان کې ددی ولایت امنیتی وضعیت څیړلو ترڅنګ، وعده ورکړ چی غزنی امنیت ته به توجه وشی.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، پنجشنبه(۲۹ حمل) اسدالله خالد دفاع وزیر او مسعود اندرابی داخله وزیر د جنرال میلر ناتو ځواکونو قوماندان سره یوځای د غزنی ناامنه ولایت وضعیت څیړلو لپاره ددی ولایت مرکز ته سفر کړی او غزنی والی او نورو چارواکو سره لیدنه ترسره کړی.
د دفاع وزیر په یو خبری ناسته کې وویل: عاجل اقدامات دغزنی امنیتی ګواښونو دفع کولو لپاره ترلاس لاندی دی او غزنی کې امنیتی ځواکونو ټول اړتیاوو ته به رسیدګی وشی.
مسعود اندرابی د داخله وزیر هم وویل چی غزنی ته توجه زموږ په لومړیتوب کې قرار لری او په همدی دلیل ترټولو ښه ځواکونه د ښه تجهیزاتو سره غزنی ته اعزام کیږی.
جنرال سکات میلر هم وویل چی د داخله وزارت او دفاع وزارت وزیرانو همزمان سفر غزنی ولایت ته، غزنی وضعیت ته د حکومت توجه شکاره کوونکې دی.
 
https://avapress.com/vdcb5fb80rhbw0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته