کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزنی ولایت ګیرو ولسوالی مرکز نوي ځای ته انتقال شو

30 حمل 1398 ساعت 13:04

په داسی حال کې چی طالبانو ځینی سرچینی د غزنی ولایت ګیرو ولسوالی سقوط ادعا کوی، خو غزنی سیمه ایز چارواکی ددی ولسوالی مقر لیږد تایید ترڅنګ، په دی ولسوالی کې پخوانۍ مقر سقوط د طالبانو برید په ترڅ کې ردوی.



د آوا په ګزارش سره، طالبانو ځینی سرچینی په غزنی کې ادعا لری چی د غزنی ولایت ګیرو ولسوالی د طالبانو بریدونو او فشارونو له امله سقوط کړی دی.
عارف نوری د غزنی والی ویاند د آوا سره په مصاحبه کې نن جمعه (۳۰ حمل) د ګیرو ولسوالی سقوط خبره رد کړی او وویل: د ګیرو ولسوالی مقرد قومی منتفذانو او نظای چارواکو مشوری وروسته یو مناسب ځای ته لیږدول شوی چی کابل-کندهار نمبر ۱ لویی لاری ته نږدی دی.
نوری زیاته کړه: ددی ولسوالی مقر لیږد په وخت کې هیڅ ډول نښته د طالبانو او امنیتی ځواکونو ترمنځ نه دی رامنځته شوی.
 


د مطلب کود: 183634

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183634/د-غزنی-ولایت-ګیرو-ولسوالی-مرکز-نوي-ځای-ته-انتقال-شو

آوا
  https://www.avapress.com