دخپریدو نیټه :جمعه ۳۰ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۴۸
د مطلب کود : 183639
ارګ ماڼۍ: قطر حکومت دغه کړنه چی دوحه کنفرانس کې ګډون لپاره افغانانو پلاوی دوی وټاکي د منلو وړ نه دی
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ پرون پنجشنبه د شپې ناوخته یوه اعلامیه خپره کړې او پکې ویل شوي:” پرون د هېواد یو شمېر سیاسي مشرانو د جمهور رئیس سره په یوه ګډه ناسته کې تصمیم ونیولو چې د قطر حکومت دغه کړنه چې د افغانانو پلاوی دې دوی وټاکي د منلو وړ ندی او دوی پریکړه وکړه چې د قطر حکومت څخه وغوښتل شي چې په کنفرانس کې به د افغانستان لخوا ټاکل شوی پلاوی ګډون کوي”.

د دغې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي،” حکومت او د هیواد سیاسي مشران د سولې لپاره ژمن دي او په یو غږ یې د دوحې کنفرانس کې د ګډون لپاره خپل پلاوي د سولې سفیران وبلل .
وروسته له هغې چې د پلاوي د تګ ټولې تیارۍ بشپړې شوې په تعجب سره باید ووایو چې پرون شپه د قطر څخه یو نوی لست چې د ولس د متوازن شمولیت څخه بې برخې وو او د افغانستان د خلکو ملي ارادې او فیصلې ته د بې احترامی په مانا وو، راوستول شو چې دغه کار د افغان ولس لپاره د منلو وړ نه و”.
 
https://avapress.com/vdcfmmdy1w6dcva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته