دخپریدو نیټه :جمعه ۳۰ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۵۳
د مطلب کود : 183640
نورستان نورګرام ولسوالۍ کې طالبانو ۱۸ تنه وژل شوی
د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه کې ۱۸ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د نورستان امنیه قوماندان جنرال محمد صابر ارین رسنیو ته په دی اړه وویل چې تېره شپه وسله‌والو طالبانو د نورګرام په ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي چې په متقابلو نښتو کې طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ښاغلي ارین په خبره په وژل شویو طالبانو کې د دې ډلې یو شمېر قوماندانان هم شامل دي:
"د جنت ګل په نوم د نورګرام پخوانی ولسوال يې وژل شوی، سلطان جان يې نظام مسؤل، فقیر او د ګوجر په ګډون ۱۸ تنه وسله‌وال وژل شوي دي."
ښاغلی ارین زیاتوي چې سیمه کې اوس هم بي پیلوټه او کشفي الوتکي د طالبانو پټنإځایونه په نښه کوي.
دوی خلکو ته ویلي چې په یادو ځایونو او په ځانګړي ډول هغو ساحو ته له تګه ډډه وکړي، چېرته چې پر طالبانو بریدونه شوي دي.
قوماندان وایي، تر اوسه په یاده جګړه او په هوايي بریدونو کې ولسي وګړو او پولیسو ته کوم زیان نه‌دی رسېدلی.
تر دې دمه وسله‌والو طالبانو په اړه څه نه‌دي ویلي.
https://avapress.com/vdchkxnzv23n6-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته