کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: په ننګرهار کې د وسله والو مهمو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 31 حمل 1398 ساعت 8:25

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو تش په نوم نومول شوي د والي معاون په ګډون (۱۶) تنه وسله وال وژل شوي.



د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو وویل چې، دشېرزادو ولسوالۍ د مرکي خېلو په سيمه کې تېر ماښام شپږ بجې، بې پیلوټه الوتکې د طالبانو په مرکزونو دوه پرلپسې هوایي بریدونه تر سره کړیدي ،چې په ترڅ کې یې د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو تش په نوم نومول شوى د والي معاون شیخ زر محمد مشهور په رحماني، د شیرزادو ولسوالۍ لپاره تش په نامه ولسوال معاون مولوی نورالله، شل کسیز سرګروپ سیداجان، او قوماندان ذ بیح الله په ګډون ۱۶ تنه وسله وال وژل شوي.
همدارنګه چارواکي وایي چې، دیادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی قاضي مولوي محمد عالم او ورور یې د ۱۷ کسانو په ګډون ټپیان شویدي
 


د مطلب کود: 183645

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183645/چارواکي-په-ننګرهار-کې-د-وسله-والو-مهمو-کسانو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com