دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۵
د مطلب کود : 183645
چارواکي: په ننګرهار کې د وسله والو مهمو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو تش په نوم نومول شوي د والي معاون په ګډون (۱۶) تنه وسله وال وژل شوي.

د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو وویل چې، دشېرزادو ولسوالۍ د مرکي خېلو په سيمه کې تېر ماښام شپږ بجې، بې پیلوټه الوتکې د طالبانو په مرکزونو دوه پرلپسې هوایي بریدونه تر سره کړیدي ،چې په ترڅ کې یې د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو تش په نوم نومول شوى د والي معاون شیخ زر محمد مشهور په رحماني، د شیرزادو ولسوالۍ لپاره تش په نامه ولسوال معاون مولوی نورالله، شل کسیز سرګروپ سیداجان، او قوماندان ذ بیح الله په ګډون ۱۶ تنه وسله وال وژل شوي.
همدارنګه چارواکي وایي چې، دیادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی قاضي مولوي محمد عالم او ورور یې د ۱۷ کسانو په ګډون ټپیان شویدي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc01qsp2bq4e8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته