دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۷
د مطلب کود : 183677
کابل ښار مرکز کې چاودنه
کابل ښار مرکز د پولیس دوهم حوزه مربوطاتو کې چاودنه رامنځته شوی ده.

 د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دا چاودنه د رابعه بلخی روغتون پرمخامخ د مخابراتو او معلومات تکنالوژی وزارت په څو متری کې رامنځته شوی دی.
د چاودنی وروسته د ډزو غږ هم اوریدل شوی او مخابراتو وزارت او کابل سرینا پوری ختمیدونکی جاده تخلیه شوی دی.
تراوسه د چاودنې ډول نه دی معلوم او ځینی ريپورتونه ښیی چی مسلح کسان ډزو باندی هم اقدام کړی دی.
نصرت رحیمی د داخله وزارت ویاند دا خبره منلی دی چی نن ۱۱:۴۰ بجو په شاوخوا د مخابراتو وزارت لوری ته د چاودنی او ډزو غږ اوریدل شوی دی.
یادولو وړ دی چی ارګ ماڼۍ، اطلاعات او کلتور وزارت، مالیه وزارت، ملی دفاع وزارت، افغانستان بانک، ملی بانک، خارجه وزارت، معارف وزار او کابل ښاروالی ددی پیښی په نږدی واټن کې قرار لری.
 
https://avapress.com/vdchqxnzq23n6-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته