دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۲
د مطلب کود : 183691
په زابل ولایت کې ۲۵ تنه وسله وال طالبان د نړیوال ځواکونو هوایی بریدونو کې وژل شوی
په زابل کې چارواکي وايي، تېره شپه د نوبهار ولسوالۍ په څپلې غره او شهاب سیمو کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال رسنیو ته په دی اړه وويل، په وژل شویو کې بهرني اتباع هم شامل دي.
ده وویل:
"د بهرنیو ترهګرو په شمول چې د بېلابېلو هېوادونو اتباع په کې شامل دي، ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي."
د ښاغلي سیال په وینا، دې عملیاتو کې اووه وسله وال ټپیان شوي هم دي.
طالب وسله والو تر اوسه د حکومتي لوري د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قل اردو مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼې کې ویلي وو چې په زابل او ارزګان کې یې د عملیاتو پر مهال ۸ وسله وال وژلي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا عملیات د جمعې د ورځې راهېسې د زابل په نوبهار او د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې شوي دي.
ملي اردو خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcdns0ffyt0j96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته