دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۰
د مطلب کود : 183699
د کابل په برچي سیمه کې د محمد علي جناح روغتون پرانستل شو
په پارلماني چارو کې د پاکستان د دولت وزیر د کابل په دشت برچي سیمه کې د محمد علي جناح روغتون د پرانیستې پر مهال وویل، اسلام آباد چمتو دی، چې په روغتیایي برخه کې له افغانستان سره ډېره همکاري وکړي.

د کابل ښار د لویدیځې برخې په دشت برچي سیمه کې د محمد علي جناح روغتون د پاکستان لخوا د څلیریشت میلیون دالرو پر ارزښت جوړ شو، چې د پرانیستې پر مهال یې حکومتي چارواکي او په کابل کې پاکستانی سفیر هم حاضر ول.
 د ولسمشر دوه یم مرستیال وایي، په روغتیايي برخه کې ډېر کار شوی؛ خو اوس هم خلک له ستونزو ندي خلاص او د درملنې لپاره بهر ته ځي.  
د ولسمشر دوه یم مرستیال محمد سرور دانش وایي، چې اوس هم د پلازمېنې کابل تر څنګ د هېواد په بېلابېلو برخو کې له ستونزو او ننګونو سره مخ یو او هېوادوال مو د درملنې لپاره نورو هېوادونو ته ځي؛ ځکه، چې زمونږ په روغتیایي مرکزونو کې ښه درمل نشته.         
د پاکستان په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ویلي؛ هېواد یې چمتو دی، چې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې ډېره همکاري وکړي.
د پاکستان په پارلماني چارو کې د دولت وزیر محمد خان  وایي: لومړي وزیر مو ویلي، چې که مونږ وږي هم پاتې شو، خپلې ژمنې په روغتیایي برخه کې پلې کوو او ژر به په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د درملنې یو روغتون جوړ کړو.
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وایي، چې پاکستان نه یوازې د روغتون پر بېخبنا څلیریشت میلیون دالر لګولي، بلکې د روغتون د تجیزاتو په ګډون یې  د روزنې د عملي کارونو تر څنګ خلکو ته تخصصي او له تخصص پورته خدمتونه هم وړاندې کوي.                  
دا روغتون  په داسې  حال کې  ګټې اخیستو ته سپارل کیږي، چې مخکې لدې  د کابل دشت برچې سیمې خلک له ډېرو روغتیایي ستونزو سره مخ ول، چې اوس به په دې اړه پوره ډاډه شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb9fb89rhbw0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته